
طهارت او لمونځ
په جنوب او حایضه باندې سجده تلاوت شته او کنه؟
د فتوې شمېره(۵۵۱)
پوښتنه:
که حائضی او جنب تلاوت قرآن ته غوږ نیولی وی او دسجدی ایت واوری سجده پری لازمیږی او کنه؟
پوښتونکی: محمد ناصر حقاني
الجواب وبالله التوفیق:
که څوک د جنابت یا مېرمن د حیض(میشاشتنۍ ناروغۍ) پر مهال د سجدې ایت واوري، سجده تلاوت پرې نه واجبیږي.
الدلیل علی ذلک:
وتجب…( فلا تجب علی کافر وصبي ومجنون وحائض ونفساء: قرؤوا او سمعوا، لانهم لیسوا اهلا لها
قوله: لانهم لیسوا اهلا لها) ای: للصلاة ای: لوجوبها…
الدرالمختار مع ردالمحتار: ټو:۲، مخ: ۷۰۱، کتاب الصلاة، باب سجود التلاوة
کابل ټکی کام دارالافتاء