طهارت او لمونځ

که اذان کوونکی د آذان په مېنځ کې خبرې وکړي!

د فتوې شمېره(۵۵۳)

پوښتنه:

که په مابین د اذان کی مؤذن کمی خبری وکړی ایا آذان له سره شروع کړی که څنګه؟

پوښتونکی: محمد ناصر حقاني


که اذان کوونکی د اذان په مېنځ کې زیاتې خبرې وکړي، اذان به بیا له سره کوي. او که کمې خبرې وکړې بیا پرې اعاده نشته.


الدلیل علی ذلک:

ولا ینبغي للمؤذن ان یتکلم في الاذان  او في الاقامة او یمشي. فان تکلم بکلام یسیر لا یلزمه الاستقبال…

الفتاوی الهندیة: ټوک:۱، مخ:۵۵، الفصل الاول.

ولایتکلم فیهما اصلا، ولو رد السلام، فان تکلم استأنفه… قوله استأنفه) الا اذا کان الکلام یسیرا خانیة.

شامي: ټوک:۱، مخ:۳۶۱، باب الاذان

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close