طهارت او لمونځ

که غوړي نجس(پلیت) شي، څنګه پاکیږي؟

د فتوې شمېره(۵۵۴)

پوښتنه:

که غوړی نجس شي د دې د پاکولو طریقه څه قسم کیږي؟

پوښتونکی: محمد ناصر حقاني


الجواب وبالله التوفیق:

که غوړي ټینګ وي او پلیتي پکې وغورځیږي؛ نو یوازې دې نجاست ترې لري شي او شاوخوا ځای دې پاک کړل شي. او که غوړي نري وي؛ نو د پاکولو طریقه یې دا ده چې، د غوړو په اندازه اوبه پکې واچول شي، بیا به په اور باندې جوش شي، تر دې چې ګډې شوې اوبه ختم شي، دغه ډول طریقه به ورسره درې ځلې وکړې. او بله طریقه یې دا هم ده چې په غوړو کې هغومره اندازه اوبه واچول شي بیا په اور باندې جوش شي، کله چې اوبه او غوړي سره جدا شي نو اوبه دې ترې لرې کړي. دا ډول طریقه دې درې ځلې تکرار شي.


الدلیل علی ذلک:

تنجس العسل، یلقی في طنجیر و یصب علیه الماء ویغلی حتی یعود الی مقداره هکذا ثلاثا فیطهر، قالوا وعلی هذا الدبس الدهن النجس یغسل ثلاثا بأن یلقی في الخابیة ثم یصب فیه مثله علیه ماء ویحرک، ثم یترک حتی یعلو الدهن فیؤخذ ویثقب اسفل الخابیة حتی یخرج الماء هکذا ثلاثا فیطهر.

الفتاوی العالمګیریة: ټوک:۱، مخ: ۴۳، کتاب الطهارة الباب السابع.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close