طهارت او لمونځ

پلیتي د ژبې په څټلو یا په لاړو سره پاکیږي او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۵۵)

پوښتنه:

که نجاست مرئیه په ساق د انسان سریښ شی بیا یی په ژبه وڅټی یا یی په لاړو پاک کړی دا صحيح ده او که نه؟

پوښتونکی: محمد ناصر حقاني


الجواب وبالله التوفیق:

که په بدن باندې پلیتي ولګیږي او څوک په خپله ژبه وڅټي تر دې چې اثر یې ختم شي یا یې په خپلو لاړو پاک کړي، نو بدن یې پاک شو. که څه هم په ژبې سره یې پاکول مناسب نه دي.


الدلیل علی ذلک:

اذا صابت النجاسة بعض اعضائه ولحسها بلسانه حتی ذهب اثر یطهر وکذا السکین اذا تنجس فطسه بلسانه او مسحه بریقه هکذا في فتاوی قاضیخان.

الفتاوی الهندیة: ټوک:۱، مخ:۴۵،

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close