طهارت او لمونځ

که څوک په لمانځه کې سورتونه بې ترتیبه ولولي!

د فتوې شمېره(۵۵۶)

پوښتنه:

په لمانځه کې سورتونه بې ترتیبه یعنې مخته وروسته کول کوم مکروه دي، مکروه تحریمي او که تنزیهي؟

پوښتونکی:عبدالمتین


الجواب وبالله التوفیق :

په فرض او واجب لمونځونو کې قصدا سورتونه مخکې او وروسته کول مکروه تحریمي دي، البته لمونځ یې سهي دی. او که څوک سهوا داسې وکړي، لمونځ یې بلاکراهیته سهي دی. او په سنتو او نوافلو کې څه باک نه لري.


الدلیل علی ذلک :

وإذا قرأ في ركعة سورة وفي الركعة الأخرى أو في تلك الركعة سورة فوق تلك السورة يكره … وهذا کله في الفرائض واما فی السنن فلا یکره هکذا فی المحیط .

الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱، مخ ۷۸ (الباب الرابع في صفۃ الصلاۃ، الفصل الرابع في القراءة

فقط والله تعالی اعلم بالصواب

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close