طهارت او لمونځ

که څوک په اوبو کې لنډ لغړ لمونځ وکړي! لمونځ یې څنګه دی؟

د فتوې شمېره(۵۵۷)

پوښتنه:

که یو سړی لوڅ په اوبو کې لمونځ وکړي دا لمونځ یې صحيح دی او که نه؟

پوښتونکی: محمد ناصر حقاني


الجواب وبالله التوفیق:

که څوک په اوبو کې لوڅ لمونځ وکړي، نو که اوبه خړې وي چې بدن ترې نه ښکاري، لمونځ یې سهي کیږي او که اوبه رڼې وي لمونځ یې نه سهي کیږي.


الدلیل علی ذلک:

وان صلی في الماء ان کان کدرا صحت وان کان صافیا یمکن رؤیة عورته لا تصح کذا في السراج الوهاج

الفتاوی الهندیة: ټوک۱، مخ:۶۰، الفصل الاول

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close