طهارت او لمونځ

که د چا پښې او لاسونه شل وي، لمونځ پرې شته او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۵۸)

پوښتونکی:

السلام علیکم محترم مفتی صاحب که دچاپښې او لاسونه شل وي نو لمونځ پرې شته اوکه نه؟

پوښتونکی: عبید الله حقمل


الجواب وبالله التوفیق:

داسې څوک چې پښې لاسونه یې شل وي، په استنجا او اودس کولو مکلف نه دی. لمونځ دې په اشاره سره کوي. البته که ممکن وي، نو د دغه معذور پښې دې قبلې لوري ته شي او په اشاره دې لمانځونه کوي.

البته که خپله مېرمن یې په خپله خوښه خدمت کول غواړي، استنجا او اودس دې هغه ورته کوي، او که ورور یا بل څوک یې خدمت کول غواړي نو دوی ورته اودس کولی شي، دوی به د زیاتو ثوابونو مستحق وګرځي. خو په چا زور نه شي کولی.


الدلیل علی ذلک:

قال العلامة الحصکفي: والمحصور فاقد الماء والتراب…وکذا العاجز عنهما لمرض یؤخرها عندہ وقالا یتشبہ بالمصلین وجوبا بہ یفتی والیہ صح رجوعہ ای الامام کما فی الفیض وفیہ ایضا مقطوع الیدین والرجلین اذا کان بوجهہ جراحة یصلي بغیر طهارۃ ولا یتیمم ولا یعید علی الاصح۔

(الدرالمختارعلی  هامش ردالمحتار: ټوک:‍۱، مخ: ۱۸۱ مطلب فاقد الطهورین باب التیمم)

قال العلامة الحصکفي: من تعذر علیہ القیام اي کلہ لمرض حقیقي وحدہ ان یلحقہ بالقیام ضرر بہ یفتی قبلها او فیها ای الفریضة او حکمي بان خاف زیادتہ او بطٔ برئہ بقیامہ او دوران رأسہ او وجد لقیامہ المأ شدیداً او کان لو صلی قائما سلس بولہ، صلی قاعداً ولو مستندا الی وسادۃ اوانسان فانہ یلزمہ ذلک علی المختار کیف شاء علی المذهب لان المرض اسقط عنہ الارکان فالهیئات اولیٰ، وایضا وان تعذر القعود ولو حکما او ما مستلقیا علی ظهرہ ورجلاہ نحو القب غیر انہ ینصب رکبتیہ لکراهة مد الرجل الی القبلة ویرفع رأسہ یسیرا لیصیرا وجهہ الیها۔

(الدرالمختارعلی هامش ردالمحتار : ټوک:۱ مخ:۵۵۹ـ۵۶۲ باب صلاۃ المریض)

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close