طهارت او لمونځ

که څوک وتر او سنت له فرضو مخکې وکړي!

د فتوې شمېره(۵۵۹)

پوښتنه:

که یو سړی د ماسخوتن لمونځ په ناپوهۍ کی په بې اودسه کړی وي او بیا یې اودس د ده په ګمان مات شي او بیا د سنتو او وترو لپاره اودس وکړي او وروسته ورته معلومه شي چې فرض یې بې اودسه کړی دي نو د وترو او سنتو اعاده پرې لازمه ده او که نه؟

پوښتونکی: محمد ناصر حقاني


الجواب وبالله التوفیق:

د فرض او وتر لمانځه ترمنځ ترتیب په هغه صورت کې ضروري دی چې سړي ته یاد وي.

که چاته یاد نه وي او  یا یې خپل وخت تېر شي بیا پرې د وترو قضایي نشته.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې د وترو قضایي پرې نشته. د سنتو قضایي ورباندې په هغه صورت کې شته چې لا تراوسه د ماسخوتن وخت تېر شوی نه وي. که د ماسخوتن وخت تېر شوی وي بیا به یوازې د فرضو قضایي راوړي. د سنتو قضایي پرې نشته.



الدلیل علی ذلک:

لو تبین ان العشاء صلاها بلا طهارة دون التراویح والوتر اعاد التراویح مع العشاء دون الوتر لانه تبع للعشاء هذا عند ابي حنیفة رحمه الله. فان الوتر غیر تابع للعشاء في الوقت عنده. والتقدیم انما وجب لاجل الترتیب وذاک یسقعط بعذر النسیان. فیصح اذا ادی قبل العشاء بالنسیان بخلاف التراویح فان وقتها بعد اداء العشاء فلا یعتد بما ادی قبل العشاء … واما اعادة التراویح وسائر سنن العشاء. فمتفق علیها اذا کان الوقت باقیة

الفتاوی الهندیة: ټوک:۱، مخ:۱۱۵، فصل في التراویح

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close