نکاح ، طلاق او کورني مسائل

معتده ډاکټر ته د علاج لپاره له کوره وتلې شي او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۶۰)

پوښتنه:

زما سوال په دې ډول دی چې، که معتده سخته ناروغه وي ډاکټر ته تللې شي او کنه؟

پوښتونکی: ولي(چمن)


الجواب وبالله التوفیق:

که کورته ډاکټر نشي راوستلی یا یې درملتون ته تګ ضروري وي؛ نو بیا معتده(هغه مېرمن چې میړه یې وفات شوی وي او یا یې طلاق ورکړی وي) ډاکټر ته تللې شي. خو د علاج وروسته دې سمدلاسه کورته راوګرځي، بې ضرورته دې د باندې نه ایساریږي.


الدلیل علی ذلک:

و تعتد ای معتدة طلاق و موت في بیت وجبت فیه ولا تخرجان منه الا ان تخرج او یتهدم المنزل او تخاف انهدامه او اتلاف مالها او لا تجد کراء البیت و نحو ذلک من الضرورات.

الدر المختار: ټوک:۳، مخ:۵۳۶، باب العدة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close