نکاح ، طلاق او کورني مسائل

ایا زه خپل زوی ته د خپلې رضاعي لور بله خور په نکاح کولی شم؟

د فتوې شمېره(۵۶۱)

پوښتنه:

یوې مېرمنې یوې جینۍ ته خپل تی ورکړ. اوس دغه مېرمن غواړي چې د خپل زوی نکاح د پۍ رودونکې د بلې خور سره وکړي ایا داسې کول جایز دي؟

پوښتونکی: ولي(چمن)


الجواب وبالله التوفیق:

په پوښتل شوي صورت کې پۍ ورکوونکې د پۍ رودونکې جینۍ بله خور خپل زوی ته په نکاح کولی شي. شرعا ممانعت نه لري.


الدلیل علی ذلک:

عن عایشة رضی الله عنها قالت : قال رسول الله صلی اللهس علیه وسلم : ( یحرم من الرضاعة ما یحرم من الولادة ) مشکوة المصابیح ، ټوک : ۲ ، مخ :  ۲۷۳ ، باب المحرمات ، الباب الاول .

(قوله ما يحرم من النسب) معناه أن الحرمة بسبب الرضاع معتبرة بحرمة النسب، فشمل زوجة الابن والأب من الرضاع لأنها حرام بسبب النسب فكذا بسبب الرضاع، وهو قول أكثر أهل العلم، كذا في المبسوط بحر.

ردالمختار: ټوک:۳،مخ:۲۱۳، باب الرضاع

ازجانب شیرده همه خویش شوند ـــ اوزجانب شیرخوار زوجان وفروع

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close