تجارت

داسې خلکو سره چې داسلام سپکاوی کوی او مرتد وي کاروبار کول

پوښتنه :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته! زما سوال دا ده چې په افغانستان کې اوس په ښکاره داسې خلک پيدا شوي چې په اسلام ملنډې وهي یعني بیخي دین نه مني (بي دينه ) دي او زموږ ورسره کارو بار ده ايا خپل کاروبار بند کړو؟ ستاسو د ځواب په هيله (حاجي ګل مير کابل افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

بغیر د تحقیق نه چا ته کافر ویل سخت جرم دی البته که څوک داسلام قبلولو نه وروسته په ښکاره داسلام دمقدس دین سپکاوی وکړي یا داسلام دین څخه انکار وکړي کافر دی او داسې خلک مرتدبلل کیږي .

په یو اسلامي هیواد کې داسې خلکو سره تعلقات ساتل یا تجارت کاروبار کول چې هغوی ته په کې فایده رسیږي دایماني او اسلامي غیرت خلاف دي. دوی سره د دنیوي اغراضو او مفادو په خاطر تعلقات ساتل یا مستقل کاروبار کول ناروا دي ، البته که اسلام ته درابللو په خاطر  ورسره تعلقات وساتل شي نو ښه خبره ده .

بیا هم دمجبورئ په صورت کې که ورسره داخستلو یا خرڅولو کومه معامله وشي روا ده .

فتاوا عالمګیري کې دي:

إذا ارتد المسلم عن الإسلام والعياذ بالله عرض عليه الإسلام فإن كانت له شبهة أبداها كشفت إلا أن العرض على ما قالوا غير واجب بل مستحب كذا في فتح القدير ويحبس ثلاثة أيام فإن أسلم وإلا قتل (فتاوی عالمګیري الباب التاسع في احکام المرتدین)

او ملاعلی قاري صاحب لیکي:

فإن هجرة أهل الأهواء والبدع واجبة على مر الأوقات ما لم يظهر منه التوبة والرجوع إلى الحق (مرقاة المفاتیح کتاب الاداب ، باب ماینهی من التهاجر والتقاطع الفصل الاول)

علامه ابن همام رحمه الله لیکلي:

وَنَوْعٌ مِنْهَا اخْتَلَفُوا فِي نَفَاذِهِ وَتَوَقُّفِهِ وَذَلِكَ كَالْبَيْعِ وَالشِّرَاءِ وَالْإِجَارَةِ… فَعِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ تُوقَفُ هَذِهِ التَّصَرُّفَاتُ… وَعِنْدَهُمَا تَنْفُذُ هَذِهِ التَّصَرُّفَاتُ اهـ  (فتح القدیر لابن همام ، باب عزل الوکیل)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close