تجارت

د موټر مېټر شاته کول ترڅو په ګرانه بیه خرڅ شي!

د فتوې شمېره(۵۶۸)

پوښتنه:

یو مستري داسې کمپیوټر راوړی چې د هغې په واسطې سره د موټرو او سکوټر مېټرې راشاته کوي. یعنې که د موټر مېټر ۳۵۰۰ کلومېټره چلیدلی وي، نو دغه مستري هغه مېټر ۲۵۰ ته راښکته کړي. بیا یې څښتن د نوي موټر په نامه خرڅوي او مستري ترې ۱۰۰۰ یا ۵۰۰ روپۍ اخلي.

اوس مستري ته دغه پیسې جایز دي او کنه؟

پوښتونکی: ولي خود


الجواب وبالله التوفیق:

د موټر مېټر شاته کول تر څو یې د نوي موټر په نامه خرڅ کړي، دوکه او سخته ګناه ده. مستري د تجارانو سره په دې ګناه کې د مرستې له امله ګناهګار دی او دغه کاروبار یې جایز نه دی.


الدلیل علی ذلک:

يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا)سورة النساء ۲۹)

وعن ابي هریرة رضي الله عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال:(من غشنا فلیس منا).

صحیح مسلم.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close