ميراث او وصيت

د مشر ورور په جوړ کړي کور کې د کشر ورور حق شته او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۶۹)

پوښتنه:

مــونږ دوه وروڼه يــو له پلار نه راته پاتې شوې زمکه مو په مينځ نيمه کړه.

ما (احمـــد ) پخپله زمکه او په خپلـــو پيســـو ځان ته کـــور جـــوړ کړ او زما کشـــر ورور محمد چې د کــور جوړولو پر مهال ١٤ کلن وو مکتب يي ويل او ماسره يو ځاي و، د کور او  مکتب ټول مصارف مې هم ورکول کله چې واده  ته ورسېد واده هم ما ورته وکړ.

اوس راته وايي چې ستا په دغه کور کې زما حق هم شته.

اوس پوښتنه دا ده چه دغه کشري ورور ما سره په دغه کور کې حق شته او که نشته ؟؟

مستفتي سميع الله سمــــون


الجواب وبالله التوفیق:

که رښتیا هم دغه کور ستا شخصي وي او په شخصي پیسو دې جوړ کړی وي؛ نو بیا شرعا په دغه کور کې ستا د کشر ورور حق نشته.


الدلیل علی ذلک:

وما حصله احدهما فله وما حصلاه معا فلهما نصفین ان لم یعلم ما لکل وما حصله احدهما باعانة صاحبه فله ولصاحبه اجر مثله بالغا ما بلغ . الخ

الدرالختار ، ټوک ، ۳ ، مخ : ۳۶۰ ، فصل فی الشرکة الفاسدة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close