
ګروي،سود،وقف
جومات د اوقافو د ریاست سره ثبتول څه حکم لري!
د فتوې شمېره(۵۷۱)
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله!
مفتي صاحب! پوښتنه مې دا کوله چې د مسجد ثبت کول له حج اوقافو ریاست سره روا دی که ناروا؟ او بله دا چې ثبت شوي مسجد ته د اوقافو له خوا پیسې ورکول کیږي داپیسې اخیستل د امام لپاره روا دي او که ناروا؟
پوښتونکی: افغان حامد
الجواب وبالله التوفیق:
د اوقافو ریاست سره د جومات ثبتول جایز دي؛ ځکه چې په دې سره د مسجد په وقف کې پوخوالی راځي. همدا ډول د امام لپاره د اوقافو لخوا تنخا اخیستل هم جایز دي. البته که د ثبتولو یا د تنخا ورکولو له امله د حکومت لخوا غیر شرعي شرایط کېښودل کیږي، بیا ورسره جومات ثبتول، یا ترې د امام لپاره تنخا اخیستل جایز نه دي.
الدلیل علی ذلک:
اذا صح الوقف لا یجوز بیعه و لا تملیکه …
الهدایة ، ټوک :۲ ، مخ : ۶۴۰ ، کتاب الوقف
(فإذا تم ولزم لا يملك ولا يملك ولا يعار ولا يرهن) درالمختار ټوک : ۴ ، مخ : ۳۵۱ ، مطلب فی وقف الکافر والمرتد
کابل ټکی کام دارالافتاء