
طهارت او لمونځ
که امام سنت نه وي کړي او د ماسپښین جَمعې ته مخکې شي!
د فتوې شمېره(۴۷۲)
پوښتنه مې داده چې امام کله راشي د ماسپښین د لمانځه وخت پوره وي، امام نېغ په محراب کې د امامت لپاره ودرېد، سنت یې نه وي ادا کړي. اوس خو به په فرض لمانځه کې کوم خلل نه راځي؟
پوښتونکی: حسان وردګ
الجواب وبالله التوفیق:
که ملاامام سنت نه وي کړي او د جَمعې وخت پوره شي، جَمعې ته دې مخکې شي، سنت دې بیا وروسته وکړي. البته امام باید عام عادت کې سنت له فرضو مخکې وکړي. کله نا کله که وروسته شي پروا نه کوي.
الدلیل علی ذلک:
عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «إِذَا فَاتَتْهُ الْأَرْبَعُ قَبْلَ الظُّهْرِ، صَلَّاهَا بَعْدَ الرَّكْعَتَيْنِ بَعْدَ الظُّهْرِ»
رواه ابن ماجه:باب من فاتته اربع قبل الظهر, رقم الحديث:1158
کابل ټکی کام دارالافتاء