زکات،سرسايه اوعشر

په حرامو پیسو کې د زکات حکم!

د فتوې شمېره(۵۷۳)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

محترمه! که د یو سړي پیسې حلالې اوحرامې سره ګډې وي، زکات به په کوم نیت ورکوي؟

پوښتونکی: خان ګل افریدي


الجواب وبالله التوفیق:

که حرامې پيسې د حلالو پیسو سره یوځای شي، نو د ده په ملکیت کې داخلیږي؛ او زکات به یې هم ورکوي. په کوم نیت چې عام زکات ورکول کیږي، په هماغه نیت دې د دې پیسو زکات هم ورکړي.

البته حرامې پیسې به خپل مالک ته سپاري؛ او که ورته سپارل ناشوني(ناممکن) وي؛ نو بیا دې د هغه له لوري خیرات کړي.


الدلیل علی ذلک:

من ملک اموالا غیر طیبة او غصب اموالا وخلطها ، ملکها بالخلط ویصیر ضامنا، وان لم یکن له سواها نصاب فلا زکوة علیه فیها وان بلغت نصابا؛ لانه مدیون ومال المدیون لا ینعقد سببا لوجوب الزکاة عندنا.

ردالمحتار: ټوک:۲،مخ:۲۹۱، کتاب الزکاة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close