زکات،سرسايه اوعشر

د اونیمو تولو نه په کمو سرو زرو کې د زکات حکم

فتوی شمیره : (۱۵۸)

السلام علیکم .. پوښتنه دا ده چې :
زما سره شپږ تولې یا ۶۰ ګرامه سره زر شته نور څه نه لرم . اوس پر ما زکات ، سرسایه او اختری شته او کنه ؟

سایل : بهار جانان
الجواب وبالله التوفیق :
د چا په ملکیت کې چې سره زر د اونیمو تولو نه کم وي . او هغه سره د یوې روپۍ په اندازه نقدې روپۍ یا د تجارت مال موجود وي او د سرو زرو سره په یو ځای کولو سره یې دوه پنځوس نیمو تولو سپینو زرو ته قیمت رسیږي نو زکات ، سرسایه او اختری پرې واجب دی . او که د یوې روپۍ په اندازه نقدې روپۍ یا دتجارت مال ورسره موجود نوي ، نو بیا پرې زکات هلته واجبیږي چې سره زر اونیمو تولو ته ورسیږي .
ولو ضم احد النصابین الی الاخر حتی یودي کله من الذهب او من الفضة لا باس به . لکن ان التقویم بما هو انفع للفقراء قدرا او رواجا .
الفتاوی العالمګیریة ټوک : ۱ مخ : ۱۷۹ کتاب الزکاة الباب الثالث .
فاما اذا کان له ذهب مفرد فلا شی‌‌‌ء فیه حتی یبلغ عشرین مثقالا . فاذا بلغ عشرین مثقالا ففیه نصف مثقال…. الخ
بدایع الصنائع ، ټوک ۲ مخ : ۱۸ کتاب الزکاة
والله اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close