زکات،سرسايه اوعشر

په فصل(غله) کې مې تاوان وکړ، عشر به ورکوم او کنه؟!

د فتوې شمېره(۵۷۵)

پوښتنه:

هغه کرونده (فصل) چې له سر نه يې تاوان هم کړى وي عشــر پکې شته او که نه ؟؟

صورت د مسئلې: احمد د دېرش زرو روپو د الوګانو تخم واخيست. او په خپل پټي کې یې وکاره. کله چې الوګان راوېستل او بازار ته یې يوړل؛ نو پنځلس زره روپۍ پرې وشوې او پوره پنځلس زره روپۍ يې تاوان وکړ؛ نو اوس پوښتنه دا ده چې په دغــو  الوګانو  په روپو کې عشر شته او که نه ؟؟

مستفتي: سميـــع الله سمـــون


الجواب وبالله بالتوفیق:

په پوښتل شوي صورت کې عشر واجب دی. ځکه چې په عشر کې زیاتوالی یا کموالی ضروري نه دی. بلکې په هر صورت کې عشر واجبیږي، که څه هم تاوان یې کړی وي.


الدلیل علی ذلک:

قال الشامي:(قولہ بلا شرط نصاب) وبقاء فیجب فیما دون النصاب بشرط ان یبلغ صاعا وقیل نصفہ ۔

(ردالمحتار ۲:۵۴ مطلب مهم فی حکم اراضی مصر والشام باب العشر)

ومثلہ فی الهندیۃ: ویجب العشر عند ابی حنیفۃ رحمہ اللہ تعالیٰ فی کل ما تخرجہ الارض۔

(فتاویٰ عالمگیریة ټوک:۱، مخ:۱۸۶ الباب السادس)

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close