ميراث او وصيت

د پلار څخه وړاندې مړ شوي زوی، د پلار په میراث کې حق شته او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۷۶)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله ….

محترم مفتې صیب هغه ځوي چې واده ولرې او بچې ېې هم وې دخپل پلار له مرګ نه مخکې مړشوی د پلار په جاېداد کې حق لري؟

داسې مې اورېدلې چې کوم بچې د پلار له مرګ نه مخکې مړ شې اګر چې ښځه او زامن ولرې د پلار په جاېداد کې حق نلرې  ولې او په څه دلېل ؟

جواب ته مو سترګې په پلاریم. په درنښت

پوښتونکی: مصطفی حنیف


الجواب وبالله التوفیق:

هوکې! خبره همداسې ده. یعنې د میراث اخیستنې لپاره شرط دا دی چې، د مورث(څوک چې مړی شوی دي) په میراث کې د هغو وارثانو حق دی، کوم چې د ده د مرګ په وخت کې حقیقتا او یا حکما موجود وي(لکه د مور په خېټه کې بچی). کوم وارثان چې له ده څخه وړاندې مړه شوي وي، د هغو او د هغوی د اولاد د نیکه په مېراث کې حق نه نشته.

البته که ترونه پخپله خوښه د خپل ورور د یتیمانو سره مرسته کوي؛ نو خدای پاک به زیات اجر ورکړي.


الدلیل علی ذلک:

وشروطه ثلاثة …. ووجود وارثه عند موته حقیقة او تقدیرا کا لحمل.

رد المختار ټوک ۶ مخ ۷۵۸ کتاب الفرائض  ط سعید

وَهَذَا يَبْتنِي عَلَى أَصْلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَنَّ كُلَّ مَنْ يُدْلِي إلَى الْمَيِّتِ بِشَخْصٍ لَا يَرِثُ مَعَ وُجُودِ ذَلِكَ الشَّخْصِ سِوَى أَوْلَادِ الْأُمِّ فَإِنَّهُمْ يَرِثُونَ مَعَهَا لِانْعِدَامِ اسْتِحْقَاقِهَا التَّرِكَةَ وَالثَّانِي الْأَقْرَبُ فَالْأَقْرَبُ كَمَا فِي الْعَصَبَاتِ

البحر الرايق , ټوک : ۸ ، مخ : ۵۶۰ ، باب الحجب

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close