ميراث او وصيت

 درې زامنو، دوه لورګانو او د ښځې ترمنځ د میراث تقسیم!

د فتوې شمېره(۵۷۷)

پوښتنه:

یو سړی وفات شو د ده درې زامن دي، دوه یې لورګانې او یوه یې ښځه پاتې ده. او له دغه سړي څخه په میراث کې ۱۸ بېسپې زمکه پاتې ده. دغه زمکه به د دوی ترمنځ څنګه تقسیم کړو؟

یادونه: پلار په خپل ژوند کې ۶ بېسپې زمکه یو زوی ته تملیکا ورکړې ده.


الجواب وبالله التوفیق:

په پوښتل شوي صورت کې که د مړي نور وارثان نه وي، نو بیا به د مړي ټوله ترکه( منقوله او غیر منقوله) وروسته له(تکفین، تجهیز او د قرضونو ادا کولو نه) په ۹برخو وویشل شي. دوه، دوه برخې هر زوی ته. یوه، یوه برخه هرې یوې لور ته او یوه برخه مور ته په میراث کې رسیږي.

که د مړي ټوله ترکه ۱۸ بیسپې زمکه وي، نوره نغدي ترې نه وي پاتې؛ نو بیا به دغه زمکه هر زوی ته  څلور، څلور بېسپې، هرې لور ته دوه، دوه بېسپې او ښځې ته یې هم دوه بېسپې رسیږي.

میـــــــــــــــــــــــــــــــــــــت مسئله۸عول الی ۹. ترکه ۱۸ بېسپې

زوی     زوی     زوی        لور     لور         ښځه

۲            ۲           ۲              ۱            ۱         ۱

۴ بیسپې/۴ب    ۴ب       ۲ب         ۲ب     ۲ب

كوم زوی ته چې پلار ۶ بیسپې زمکه په خپل ژوندانه تملیکا ورکړې ده؛ هغه زمکه د همدغه زوی ده. نور ورسره حق نه لري.


الدلیل علی ذلک:

قال اللّٰہ تبارک وتعالیٰ: یُوْصِیْکُمْ اللّٰہُ فِیْ اَوْلَادِکُمْ لِلذَّکَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیَیْنِ۔ (سورۃ النساء:آیت)

ایضا قال : وان کانوا اخوة رجالا ونساء فللذکر مثل حظ الانثیین النساء( ۱۷۶ )

واما للزوجات فحالتان…والثمن الولد وولد الابن وان سفل. (السراجي في المیراث: مخ ۸ )

واما لبنات الصلب فاحوال ثلث …. ومع الابن للذکر مثل حظ الانثیین . (السراجي في المیراث: مخ:۸)

فلو وهب لذی محرم منه لا یرجع ….

الدرالمختار ، ټوک : ۵ ، مخ : ۷۰۵ ، کتاب الهبة ، باب الرجوع فی الهبة

)كتاب الْهِبَة(

هِيَ تمْلِيك عين بِلَا عوض وَتَصِح بِإِيجَاب وَقبُول، وتتم بِالْقَبْضِ الْكَامِل

ملتقي الابحر , ټوک : ۱ ، مخ : ۴۸۹ ، کتاب الهبة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close