ګروي،سود،وقف

په داسې جومات کې لمونځ کول چې اختیارات یې صرف یو کس سره وي

پوښتنه :

محترم مفتي صاحب اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته: زما پوښتنه دا ده چې زمونږ کلي کې یو سړي جومات جوړ کړی او دا ځمکه یې جومات ته وقف کړه جومات چې چا جوړ کړی هغه سړی څه وخت وروسته وفات شو اوس د هغه ورور په جومات کې مشري کوي دجومات امام د هغه په خوښه ټاکل کیږي مطلب په جومات کې کوم کار کیږي دی پکې خامخا موجود وي د ده نه بغیر څه کار نه کیږي نو په داسې جومات کې لمونځ کول څنګه دي جایز دي او که نه؟؟؟؟؟

(محب الله له پاکستان څخه)

ځواب :

حامدا و مصلیاً :
په داسې جومات کې مونځ کول جايز دی هيڅ خرابي پکې نشته.
دلته يوه خبره د يادولو وړ ده چې چا ته د جومات انتظام ورسپارل شوی وي او يا يې جومات جوړ کړی وي هغه د جومات متولی او منتظم بلل کيږي او د جومات منتظم او متولی د نورو مونځ کونکو په نسبت د جومات په ترتيب او نظم کې زيات حقدار دی. بناءً د جومات د امام يا موذن په مقررولو کې د متولي مشاورت يو ضروري امر دی. دې ته پوره حق حاصل دی چې د جومات په امورو کې دشریعت مطابق تصرف وکړي په (المحيط البرهاني الجز 6 ص 113) كې راغلي دي:
سئل شيخ الإسلام عن أهل مسجد اتفقوا على نصب رجل متولياً لمصالح مسجدهم فتولي ذلك باتفاقهم هل يصير متولياً مطلق التصرف في مال المسجد على حسب ما لو قلده القاضي؟ قال: نعم.

همدا راز په التاتارخانيه کې راغلي دي «وفي فتاوي أبي‌الليث‌: رجل بني مسجداً في سكة فنازعه بعض أهل السكة في عمارته أو في نصب الامام والـمؤذن في العمارة تكلموا فيه قال صدر الشهيد: الـمختار انٌ الباني أولى و في النوازل‌: وبه نأخذ الا إذا كان القوم يريدون من هو أصلح ممن يريد الباني فحينئذٍ هم أولى‌»‌. [التاتارخانية: 5/863].



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close