روژه او اعتکافقران او سنت

د رجب په ۲۷ مه روژه نېول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۵۷۸)

پوښتنه:

زما پوښتنه دا ده چې، د رجب په ۲۷م روژه نېول او یا بله ورځ د روژې لپاره خاص کول څه حکم لري؟


الجواب وبالله التوفیق:

د رجب په ۲۷ مه د روژې په اړه چې کوم احادیث مبارکه راغلي، هغه ضعیف او یا موضوعي دي. لهذا د رجب د میاشتې ۲۷ یا بله ورځ د روژې لپاره خاص کول او د زیات ثواب باعث یې ګڼل شرعا جایز نه ده.

البته که څوک د رجب په ۲۷ یا بله ورځ روژه نیسي، خاص کوي یې نه او د عامو نفلي روژو څخه یې افضله هم نه ګڼي؛ نو بیا جایز ده او باعث د ثواب ده.


الدلیل علی ذلک:

حدیث في رجب یوم ولیلة: من صام ذلک الیوم وقام تلک اللیلة کان له الاجر کمن صام مائة سنة وهی لثلث بقین وفیه بعث محمد صلی الله علیه وسلم. رواه الدیلمي عن سلیمان فیه خالد ابن هیاج وابن هیاج متروک له احادیث مناکیر کثیرة.( ماثبت بالسنة مخ:۱۷۵، بحواله فتاوی رحیمیه ۷/۲۷۴ کتاب الصوم) وکذا في فتاوی محمودیة:۳/۲۸۱.

کابل ټکی کام دارالافتاء



\"kabull

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close