
متفرق مسائل
ویښته یا نوکان په زمکه کې ښخول څه حکم لري؟
د فتوې شمېره(۵۸۰)
پوښتنه:
محترمه! ځینې خلک خپل نوکان او ویښته په زمکه کې ښخوي، دا کار د شریعت له نظره څنګه دی؟
الجواب وبالله التوفیق:
غوره هم دا ده چې خپل پرې شوي نوکان او ویښته په زمکه کې ښخ شي او یا په پاک ځای کې وغورځول شي.
الدلیل علی ذلک:
واذا قص اظفاره و حلق شعره ینبغي ان یدفنه او ان القاه فلا بأس به.
الاختیار شرح المختار: مخ:۱۶۷، کتاب الکراهیة.
کابل ټکی کام دارالافتاء