نکاح ، طلاق او کورني مسائل

که څوک خپله واړه لور د شهوت پر مهال په غېږ کې واخلي!

د فتوې شمېره(۵۸۲)

پوښتنه:

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!‎

محترم مفتي صاحب جوړ  تر  او تازه اوسې!

که دچا خپلې ښځې ته شهوت راغلی وي او په شهوت کې وي

که دلته خپله وړه لور د ده غېږې ته راشي يايې سړی په غېږه کې واخلي يا يې ښکول کړي، پدې سره څه حکم دی دلور عمر هم تر لسو کلونو کم وي.

پوښتونکی: باچا الفت مارزک


الجواب وبالله التوفیق:

که څوک خپله بالغه یا بلوغ ته نږدې لور چې مشتهاته وي، د جامو پرته یا د دومره نرۍ جامو سره لمس کړي(لاس وروړي) یا یې په غېږه کې واخلي چې، د وجود ګرمایش یې حس کیږي. په داسې ډول لاس وروړي چې شهوت یې ورسره راوپریږي یا له مخکې راپریدلی وي، خو په لمس سره یې شهوت لا زیات شي؛ نو په دې صورت کې د دغې جینۍ مور په دغه سړي حرامیږي.(که څه هم لمس یې په غلطۍ سره کړی وي) باید له دې وروسته دغه مېرمن له ځانه ګوښه کړي.

که دغه جینۍ بالغه نه وي، بلکې غیر مشتهاته وي. یا یې د دومره ډبلو جامو له پاسه لمس کړي، چې ګرمایش یې نه حس کیږي. یا یې د شهوت پرته لمس کړي، یا خو یې شهوت له مخکې وي ؛ خو په لمس سره یې شهوت نور زیات نه شي؛ نو بیا پرې د دغې جینۍ مور نه حرامیږي.


الدلیل علی ذلک:

(و) حرم أيضا بالصهرية (أصل مزنيته) أراد بالزنا في الوطء الحرام (و) أصل (ممسوسته بشهوة) ولو لشعر على الرأس بحائل لا يمنع الحرارة… والعبرة للشهوة عند المس والنظر لا بعدهما وحدها فيهما تحرك آلته أو زيادته به يفتى… (هذا إذا كانت حية مشتهاة) ولو ماضيا (أما غيرها) يعني الميتة وصغيرة لم تشته (فلا) تثبت الحرمة بها أصلا… وكذا تشترط الشهوة في الذكر… (ولا فرق) فيما ذكر (بين اللمس والنظر بشهوة بين عمد ونسيان) وخطأ، وإكراه، فلو أيقظ زوجته أو أيقظته هي لجماعها فمست يده بنتها المشتهاة أو يدها ابنه حرمت الأم أبدا فتح.

… (وفي المس لا) تحرم (ما لم تعلم الشهوة)… وفي الخانية إن النظر إلى فرج ابنته بشهوة يوجب حرمة امرأته وكذا لو فزعت فدخلت فراش أبيها عريانة فانتشر لها أبوها تحرم عليه أمها (وبنت) سنها (دون تسع ليست بمشتهاة) به يفتى (أو يركب معها) أو يمسها على الفرج أو يقبلها على الفم

(قوله: ليست بمشتهاة به يفتى) كذا في البحر عن الخانية، ثم قال فأفاد أنه لا فرق بين أن تكون سمينة أو لا ولذا قال في المعراج بنت خمس لا تكون مشتهاة اتفاقا وبنت تسع فصاعدا مشتهاة اتفاقا وفيما بين الخمس والتسع اختلاف الرواية والمشايخ والأصح أنها لا تثبت الحرمة. اهـ.

الدرالمختار مع ردالمحتار:۳/۳۲ـ۳۷، فصل في المحرمات

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close