زکات،سرسايه اوعشر

که مالداره په دې نیت زکات واخلي چې غریب ته به یې ورکړم!

د فتوې شمېره(۵۸۳)

پوښتنه:

یو نفر په خپله مالداره دی؛ خو د زکات تقسیموونکي څخه په دې نیت زکات واخلي چې، غریب کس ته به یې ورکړم، ایا د ده لپاره داسې کول جایز دي؟

المستفتي: کلف الله


الجواب وبالله التوفیق:

د مالداره کس لپاره د زکات اخیستل جایز نه دي. که څه هم دی یې په نیت آخلي چې، غریب ته به یې ورکړم؛ ځکه چې په دې صورت کې دی نه اصیل دی او نه وکیل.

البته که زکات تقسیموونکی یې وکیل مقرر کړي، بیا جایز ده.


الدلیل علی ذلک:

ولا تدفع الی غني. لقول علیه الصلاة والسلام: ولا تحل الصدقة لغني.

الهدایة: ټوک:۱، مخ:111, كتاب الزکاة

وكذا لو كان عنده من المصاحف، وهو يحتاج إليه، وإن كان لا يحتاج إليه، وهو يساوي مائتي درهم لا يجوز صرف الزكاة إليه، ولا يجوز له أخذها

الفتاوی الهندیة: ټوک:۱، مخ:189, الباب السابع

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close