طهارت او لمونځ

که د سپي لاړې د جامو سره ولګیږي، جامې پلیتې ګرځي او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۸۴)

پوښتنه:

زموږ يؤ سپی دی دکور دحفاظت لپاره مو ساتلی دغه سپی موډېر نازولی دی.

کله چې کور ته راشم په ما چمبې راږدې زما دکاليو سره نښلې او خوله يې دکاليو سره نښلې پدې سره خو به کالي نه بې نمازه کېږي؟

ايا دکالي دلمانځه وړ دي لمونځ ورسره کېږي؟

پوښتونکی: باچا الفت مارزک


الجواب وبالله التوفیق:

د سپي لاړې ناپاکې او نجسې دي. که په جامو باندې د سپي لاړې ولګیږي او لمدوالی یې محسوس شي، کالي(جامې) ناپاکې ګرځي او لمونځ ورسره نه سهي کیږي. او که د لاړو لمدوالی ښکاره نه شي، بیا جامې پلیتې نه ګرځي.


الدلیل علی ذلک:

الكلب إذا أخذ عضو إنسان أو ثوبه لا يتنجس ما لم يظهر فيه أثر البلل راضيا كان أو غضبان. كذا في منية المصلي قال في الصيرفية هو المختار. كذا في شرحها لإبراهيم الحلبي.

الفتاوی الهندیة: ټوک:۱، مخ: 48, الفصل الثالث

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close