ميراث او وصيت

دېرش(۳۰) کاله بعد د میراث غوښتنه کول!

د فتوې شمېره(۵۸۵)

څه فرمايي علماء کرام او مفتیان د دین په دې مسئله کې؟

چې د یو چا حق وي په شریعت کې ثابت وي، مثلا د خورګانو او مور د تقسیم په وخت کې یې مطالبه نه وي کړې. تقریبا ۳۰ کالو څخه زیات وخت تېر شوی وي، اوس د خپل حق غوښتنه کولی شي او کنه؟

المستفتي: ضیاء الحق


الجواب وبالله التوفیق:

حقوق لکه میراث او وقف د ډېرې مودې په تېریدو سره نه باطلیږي.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې چې وروڼه هم د خوندو او مور په حق باندې اقرار کوي، نو د دوی په میراث کې حق شته؛ که څه هم ۳۰ کاله پرې تېر شوي وي.


الدلیل علی ذلک:

فقد قال السيد الحموي في حاشية الأشباه: أخبرني أستاذي شيخ الإسلام يحيى أفندي الشهير بالمنقاري أن السلاطين الآن يأمرون قضاتهم في جميع ولاتهم أن لا يسمعوا دعوى بعد مضي خمس عشرة سنة سوى الوقف والإرث اهـ.

شامي: ټوک:۵، مخ: ۴۱۹، مطلب في عدم سماع الدعوى بعد خمس عشرة سنة.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close