طهارت او لمونځ

که څوک د پلیتو جامو سره لمونځ وکړي!

د فتوې شمېره(۵۸۶)

پوښتنه:

زما جامې(کالي) د ماسپشین وخت کې پلیتې شوې، خو بیا مې ھېره شوه کالي مې پاک نہ کڑل، د مازدیگر او ماشام لمونځ مې ھم ورسره وکڑ اوس را یاد شو څنګه وکړم۔

پوښتونکی: دلاور مجتبی


الجواب وبالله التوفیق:

که په جامو یا بدن باندې درانه پلیتي( بولې، متیازې یا مني) ولګیږي او د درهم یا د ورغوي څخه زیاته وي، لمونځ ورسره نه کیږي او که څوک په هېرې سره لمونځ وکړي، دغه لمونځ به بېرته راګرځوي.

او که له یوه درهم څخه دغه پلیتي کمه وي یا سپکه پلیتي وي( د حرام مرغانو پلیتي) نو که پر لګیدلې بدن یا جامو د څلورمې برخې څخه کمه وي بیا معاف ده او که له ربعې څخه زیاته وي بیا نجسه ده.


الدلیل علی ذلک:

” وإذا أصاب الثوب من الروث أو ” من ” أخثاء البقر أكثر من قدر الدرهم لم تجز الصلاة فيه…

“وإن أصابه خرء مالا يؤكل لحمه من الطيور أكثر من قدر الدرهم جازت الصلاة فيه

الهدایة: ټوک:۱، مخ:۳۷-۳۸، کتا ب الطهارة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close