نکاح ، طلاق او کورني مسائل

هغې زما مشرې لور ته تی ورکړی، لور یې زوی ته په نکاح کولی شم؟

د فتوې شمېره(۵۸۷)

پوښتنه:

زما د تره زوی ګل رحمن د هغه د کورواله زما مشرې لورته تی اوپۍ ورکړی دی د هغې په وینا. اوس زه غواړم چې د ګل رحمن لور خپل زوی هیکل ته په نکاح وغواړم.

خو د ګل رحمن میرمن وایي: چې ستا مشرې لور ته خو ما  تی اوپۍ ورکړي دي

نو زما د لور نکاح ستا له زوی سره خیږي.

نو له تاسو علماو کرامو  پوښتنه ده چې دا نکاح جائز ده که نه؟

مستفتي حاجي دولت خان یوسف آباد


الجواب وبالله التوفیق:

کله چې یو هلک یا جینۍ( د دوو کالو په مده کې) له پردۍ مېرمنې څخه شیدې وڅښي، نو د دې مېرمنې ټول اولاد په دې هلک او جینۍ باندې حرامیږي.

البته د هلک نورو وروڼو او خویندو سره دغه مېرمن او د دغې مېرمنې نور  زامن او لورګانې نکاح کولی شي.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې د ستا  د زوی(هیکل) یا بل زوی د ګل رحمن د لور سره نکاح جایز ده؛ ځکه دوی دواړه په خپل مېنځ کې حرمت نه لري.

البته ستا کومې لور چې د ګل رحمن د ښځې تی رودلی دی، د ګل رحمن د زامنو سره نکاح نه شي کولی.


الدلیل علی ذلک:

وعن عایشة رضی الله عنها قالت : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ان الله حرم من الرضاعة ما حرم من النسب .

مشکاة المصابیح مخ ۲۷۳ باب المحرمات

عن عایشة رضی الله عنها قالت : قال رسول الله صلی اللهس علیه وسلم:( یحرم من الرضاعة ما یحرم من الولادة ) مشکوة المصابیح ، ټوک : ۲ ، مخ :  ۲۷۳ ، باب المحرمات ، الباب الاول .

ازجانب شیرده همه خویش شوند ـــ اوزجانب شیرخوار زوجان وفروع

(وتحل أخت أخيه رضاعا)… التي أرضعتها (وولد ولدها) لأنه ولد الأخ

الدر المختار: ټوک:۳ مخ:۲۱۷, باب الرضاع

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close