ميراث او وصيت

د پلار په میراث کې د زامنو او لور ګانو برخه نه ورکول!

د فتوې شمېره(۵۸۸)

پوښتنه:

محترم  مفتي صاحب سلام دعامو قبول کړﺉ !

د پلار په مېراث کې د زامنو او د لور مېراث نه ورکول کېږي!


الجواب وبالله التوفیق:

په میراث کې د زامنو او د لور برخه نه ورکول ظلم او عظیمه ګناه. باید میراث ټولو وارثانو په مېنځ کې په شرعي طریقې سره تقسیم شي.

د قیامت په ورځ حساب کتاب شته، چا چې زره برابر ظلم هم کړی، جزا به یې وویني.


الدلیل علی ذلک:

يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتاتاً لِيُرَوْا أَعْمالَهُمْ (6) فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقالَ ذَرَّةٍ خَيْراً يَرَهُ (7) وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (8)

وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خالِداً فِيها وَلَهُ عَذابٌ مُهِينٌ ( سورة النساء:14)

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close