
روژه او اعتکاف
په روژه کې سیاه بندي(خوږ) یا تریخ مسواک وهل!
د فتوې شمېره(۵۸۹)
پوښتنه:
زما پوښتنه دا ده چې په روژه کې سیاه بندي(هلمندي) مسواک وهل څه حکم لري؟ دا خو ډېره زیاته ذایقه لري.
الجواب وبالله التوفیق:
د روژې پر مهال سیاه بندي( هلمندي)، خوږ یا تریخ مسواک وهل جایز دي؛ روژه ورسره نه ماتیږي.
الدلیل علی ذلک:
(و) لا (سواك ولو عشيا) أو رطبا بالماء على المذهب
الدرالمختار: ټوک:۲، ۴۱۹، باب مايفسد ومالا يفسد
كابل ټکی کام دارالافتاء