نکاح ، طلاق او کورني مسائل

که دغه سړی ما وهلی وي، پر ما دې ښځه طلاقه وي!

د فتوې شمېره(۵۹۰)

پوښتنه:

يؤ کس موټر وهلی، د ده پرځای بل کس خلکو ونېو، چې دغه موټر ستا ده او تا کس په موټر وواهه. که دغه بل کس ووايي چې په ما ښځه طلاقه ما ندی وهلی. په دې صورت کې طلاق واقع کېږي او کنه ؟

پوښتونکی: احمد الله


الجواب وبالله التوفیق:

په پوښتل شوی صورت کې، کله چې دغه نفر وویل: پر ما دې ښځه طلاقه وي چې، ما ندی وهلی او په حقیقت کې هم، ده پر موټر نه وي وهلی ښځه پرې نه طلاقه کیږي او که ده پرې وهلی وي، بیا پرې ښځه طلاقه کیږي.


الدلیل علی ذلک:

(قَوْلُهُ وَلَا يُقَالُ إلَخْ) قَالَ الْأَتْقَانِيُّ – رَحِمَهُ اللَّهُ – ثُمَّ إنَّمَا وَقَعَ الطَّلَاقُ عَقِيبَ الشَّرْطِ فِي تَعْلِيقِ طَلَاقِ امْرَأَتِهِ؛ لِأَنَّ الْمُعَلَّقَ بِالشَّرْطِ كَالْمُنَجَّزِ عِنْدَ وُجُودِ الشَّرْطِ

تبیین الحقایق: ټوک:۲، مخ:۲۳۲، باب تعلیق

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close