متفرق مسا‌‌ئل

که یو څوک ګناه کوي، نېک اعمال یې قبلیږي او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۹۱)

پوښتنه:

د ناروا سره سره نېک عمال عبادات قبلېږي او کنه؟

پوښتونکی: باچا الفت مارزک


الجواب وبالله التوفیق:

ګناهونه په دوه ډوله دي: یو هغه چې په نېکو اعمالو کې تاثیر لري.او دویم هغه چې، نېکو اعمالو کې اثر نه کوي.

لومړی هغه ګناهونه چې په نېکو اعمالو کې اثر کوي په دوه ډوله دي: یو هغه چې په شتون کې یې نېک اعمال نه سهي کیږي لکه کفر. کافر که هرڅومره نېک کارونه وکړي، هېڅ نه قبلیږي.

دویم ډول هغه ګناه ده چې، تېر اعمال ختموي، لکه مرتد کېدل، نو یو مسلمان چې نېک اعمال وکړي او بیا مرتد شي، نېک اعمال یې ټول باطلیږي.

دویم ډول هغه ګناهونه دي چې، په نېک اعمالو باندې اثر نه غورځوي، لکه: حرام، رشوت، سود، زنا، غلا، دروغ، غیبت او دېته ورته نور ګناهونه. نو که یو څوک دغه ګناه کوي او نېک اعمال هم ورسره کوي. ګناه یې په خپل ځای ده او نیکي يې په خپل ځای پاتې ده.

البته دغه ګناهونه د مسلمان په زړه کې تور داغ پیدا کوي، تر دې چې ټول زړه یې تور شي، بیا یې نېک عمل ته زړه نه کیږي.

او صغیره ګناهونه په نېکو اعمالو سره ختمیږي.


الدلیل علی ذلک:

يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَرْفَعُوا أَصْواتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمالُكُمْ وَأَنْتُمْ لا تَشْعُرُونَ (2) إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْواتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ أُولئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوى لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ(۳)(سورة الحجرات)

وَأَقِمِ الصَّلاةَ طَرَفَيِ النَّهارِ وَزُلَفاً مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَناتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئاتِ ذلِكَ ذِكْرى لِلذَّاكِرِينَ (114) سورة هود.

کابل ټکی کام دارالافتاء.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close