تجارت
دوروڼو په مینځ کې مروجه شراکت او د هغې شرعي حکم
پوښتنه:
ستاسو دارنه حضور ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
بعدا یوه مسئله ده که مو راسره مرسته وکړه نو دا به مو لویه صدقه او د دین حق به مو ادا کړی وي. هغه دا چې مونږ 7 وروڼه یو او 4 خویندې او مور او پلار مو هم الحمدالله ژوندي دي نو دا چې زموږ د وروڼو حساب ټول سره جدا دی خو کور او جایداد مو سره ندی ویشلی زمونږ مشر ورور تقریبا 23 کاله مخکی جدا شوی و چې هغه وخت دغه نورو شپږو وروڼو نکاح نه وې کړې خو وروسته بیا لدې 6 ږو یې دوه وروڼو ته زموږ خویندې بدل شوې او 3 نورو له مشترک کور نه ودونه کړي خو زه تر اوسه ورکې بی نکاح پاتې یم بل دا چې ټولو وروڼو تحصیل هم د مشترکې بودیجې نه کړی دی خو اوس خبره داسې ده چې مونږ غواړو کورونه او جایداد سره تقسیم کړو خو مشکل داده چې زه بې نکاح پاتې یم او وروڼه مې وایي ته راباندې حق نه لرې چې دا خبره یې په شخصي لحاظ درسته ده خو دملکیت د شمولیت خبره بیا بیله ده او د پلار مې په توان کې نشته زه هم طالب العلم یم او خپله هم توان نه لرم نو ما ورته وویل چې کورونه به قیمت کړو له هغه قیمت نه به زما د نکاح چارې پرې وکړو نور به بیا سره تقسیم کړو خو دا چې مونږ درې کوره لرو چې یو د پلار ملکیت او دغه دوه نور بیا دهمدې شپږو وروڼو په توسط اخیستل شوي چې قباله یې هم دهمدې شپږو وروڼو په نوم ده نو دوی وایي چې فقط په هغه کور کې حق لرې چې هغه یې هم اټکل سره ویشلی دی او د واده معامله نه درسره منو پلار مې هم حیران پاتې دی وروڼه مې وایې موږ په تا پوهنتون ویلی دی خو ما بعد له پوهنتون نه مدرسې ته شروع کړې نو هیڅ لاره مونږ ته نده راپاتې ، یو عالم هم زما خبره ورته ویلې وه چې همدغه دوه کورونه چی کابل کې دي سره قیمت او بیا دې زما دنکاح مصارف ترې جدا او بیا یې په وروڼو سره تقسیم کړئ بیا به هغه د کورونو حساب هم خلاص شي خو دوی یې نه مني وایي خپله مزدوري وکړه دا چې زه ددوی کشر یم هغه وخت چی دوی مشترک کورته پیسی ګټلې نو ما کور کې ورته دهقاني یا دکور نور کارونه کول. اوس دوی ټول شخصي کورونه هم لري, موټر هم لري او ودونه یې مخکې کړي دي نو اوس څنګه چارې تر سره شي؟ په دغه دوو کورونو کې چی دغه شپږو وروڼو اخیستی هغه مشر چې وړاندې جدا وو حق لري او کنه? او هغه بل چې د پلار شخصي کور وو هغه څنګه کیږي؟ او اوس زما دنکاح چارې څنګه کیږي؟ او بل زه ورته وایم چې زه تر هر څه درتیر یم خو چې په کورونو کې مې حق کیږي هغه خپله حصه له مانه واخلئ او قیمت یې ماته راکړئ چې زه ورباندی نکاح وکړم خو بیا مو والدین بهانه کوي چی دوی دومره پیسې نه لري چې ستا قیمت درکړي ما دا هم ورته وویل چې هغه کور چې دوی ورکې ماته حصه راکړې په ما دې خرڅه کړي زه به یې په بل چا خرڅه کړم او ستاسې حساب به درکړم مګر دلته بیا والدین وایی چی پدې کې مونږ پراته یو تر څو چې مونږ ژوندي یو هیڅوک یې نشي خرڅولی درحالیکه زه د لویې دورې طالب یم او په پوهنتون کې مې انجینري لوستې ده او ددوی اصلی هدف داده چې ما دې ته مجبوره کړي چې زه په انجینرۍ کې کار وکړم ځکه دوی دې ته اړه نیولې چې په انجینرۍ کې وظیفه وکړم نو زه بیا ژر ځانته په خپله واده کولای شم خو زه ترې منکر یم زه ورته وایم چې زه وظیفه کوم خو امامت او د مدرسی یا پوهنتون کې تدریس خو دوی یی بیا هم راسره نه مني زه خپله چې څومره پوهیدم او دخپلو ویلو کتابونو او مختلفو فتواو د تقسیم مسايل می ورته بیان کړل نو راسره یې ونه منل او هیره دې نه وي چې د طالبۍ په دوران کې ماته وروڼو یوه افغانۍ هم نده راکړې او حق هم ورباندی نه لرم او پلار او مور یا خویندې یې له دوی نه پټې چې څومره توان وي را کوي بل دا چې کله دوی بیل شول نو د پلار او دوه خویندو لپاره چې تر اوسه مې له والدینو سره دي یوه یې واده خو وړ یې نده او بله لا واده هم نده دوی هر یو د میاشتی 3000 افغانۍ پلار ته ورکوي چې هغه هم څوک ورکوي څوک نه خو پلار مو پدې مسایلو کې هغه دچا خبره درست یا جدي مدیریت ونکړ اونه یی اوس کړی ځکه هغه ورته ښه دي زه خو تر اوسه له مادیاتو لیرې یم. هیله کوم هراړخیز او تشریحي جواب راکړئ ځکه ما هم درته هر څه په واضح ډول روښانه کړي دي او دا ستاسې فتوا به زه زما کورنۍ ته لیږم انشاءالله. (محمد منصور حقانی )
الجواب وبالله التوفیق
د وروڼو شراکت د پلار ژوند کې یا دپلار د وفات نه وروسته یو ه مهمه او پیچیده مسئله ده چې ترڅو دټولو نه پوره تحقیق او معلومات لاسته رانه وړل شي حل یې مشکل وي ، ددې لپاره دداسې مسئلې دحل لپاره د طرفینو یوې مستندې دارالافتاء ته مراجعه ضروري ده او یا هم د علاقې مشرانو او مخور خلکو په مینځګړیتوب مصالحت پکاردی ، په داسې مسائلو کې یو طرفه بیان باندې فیصله کول عموما مشکلات راولاړوي ، خوبیاهم زه غواړم چې یو څو اصولي خبرې ولیکم ترڅو دیادې شوې مسئلې حل اسانه شي.
۱-په شریک کورکې چې پلار بعضې زامنو ته ودونه وکړل او بعضې پاتې شول نو دبیلتون نه وروسته یو زوی هم پلار نشي مجبوره کولای چې واده ورته وکړي.
۲-یوازې دورور ولۍ په اساس څوک دچا مال دولت کې نشي شریکیدلای ترڅو سرمایه یا کاروبار شریک نه وي.
۳-زامن او پلار چې ټول په یو کورکې وسیږي نو درې صورته دي (۱) چې کاروبار یا سرمایه دپلار وي او دوخت په تیریدلو سره زامن هم ورسره کارکوي اویا هم پلار او زامن په شریکه یو کاروبار شروع کړي مثلا دکانداري، تجارت یا زمینداري ، نو په دغه صورتونو کې دکاروبار نسبت پلار ته کیږي او مال ، پیسې ټولې دپلار حسابیږي او زامن دده معاونین دي. (۲) کاروبار دپلار نه دی چې زامن پکې کار کوي او سرمایه هم دپلار نه ده او کاروبار دهریو جدا دی مثلا پلار زمینداري کوي او یوزوی دکانداري بل وظیفه کوي وغیره او ټول یو کورکې وسیږي او خوري سکي دشریک مال نه ، نو په دې صورت کې مال او سرمایه ټوله دپلار نه ګرځي او داشرکت فاسده دی که دهر یوه ګټه معلومه وي دهمغه ده بل ورسره حق نه لري او که نشي بیلیدلای نو ټول مال ، پیسې به په پلار او هغه زامنو چې یوځای وسیږي مساوي تقسیمیږي. البته په دیکې هغه ماشوم ورور چې کاروبار وغیره یې نه دی کړی حق نه لري ، دصله رحمۍ په بنیاد که څه ورکړي ښه خبره ده (۳)دپلار نه سرمایه شته نه کاروبار او نه کار کوي بلکې زامنو کاروبار په خپله شروع کړ او د پلار مصارف هم ددوی په غاړه دي ، نو په دې صورت کې پیسې او ګټه ټوله ددغه زامنو ده چې یوځای وسیږي ، اوس که یوقسم کاروبار وي او ټول په کې مصروف وي نو په دغه ټولو زامنو به مساوي تقسیمیږي چې چا کار کړی وي او که بعضې زامن یوقسم او بعضې بل قسم کاروبار کوي نو داشرکت فاسده دی که ګټه دهر معلومیدلای شي نو یو بل سره حق نه لري او که ګډه وډه شوي وي بیلیدلای نشي نو بیا به هم په ټولو مساوي تقسیمږي البته په دیکې هغه وروڼه شریک دي چې چا عمل او کار کړی وي.. ماشوم چې کفالت یې مشران وروڼه کوي یا بیل ورور ورسره حصه نه لري ، البته دصله رحمۍ په بنیاد که داسې کوچنی ورور وي څه حصه ورکول پکاردي.
۴-ترڅو پورې چې پلار ژوندی وي یو زوی هم د پلارپه ژوند کې دپلار نه دهغه مال یا جایداد کې دحق غوښتلو مطالبه نشي کولای.
۵-کوم کور چې دپلار شخصي دی نو ترڅو پورې چې پلار ژوندی وي دا دپلار ملکیت دی دپلار درضا نه غیر یې څوک ویستلی نشي او نه کور ترې خرڅولی شي . او دپلار دوفات نه بعد به دشریعت برابر تقسیمیږي.
۶-دپوښتنې نه معلومیږي چې وروڼه ټول سره بیل شویدي او دجایداد نه علاوه هرڅه تقسیم شویدي ، او دشریعت د اصولو مطابق دشراکت دختمیدلو نه وروسته چې څومره کټه یا تاوان راځي دهریو ورور خپل دي بل ورور ورسره شریک نه دی.
۷- ستا دواده کولو حق دبیلتون نه وروسته نه په پلار او نه هم په وروڼو شته .
۸-که دغه دوه نور پاتې کورونه که بیلتون نه وروسته اخستل شوي وي نو بیا چې چا اخستي دي دهمغوی حق دی بل څوک ورسره حق نه لري او که په شریک کور کې اخستل شوي وي نو بیا د دریم نمبر تفصیل مطابق به تقسیمیږي.
۹-زمونږ په پښتنو کې چې دوروڼو مینځ کې کوم شراکتونه دي اکثر فاسد شراکتونه دي چې بیا وروسته دتقسیم وخت کې خپل مینځ کې جنګونه کوي ، کله داسې هم وشي چې ورور وړوکی دپلار نه پاتې شي او مشرورو یې کفالت وکړي او تعلیم هم پرې وکړي ان تردې چې واده هم ورته وکړي او مشر ورور ته د بلار نه څه کاروبار یاسرمایه هم پاتې نه وي دغه کشر ورور دغه وخت کې راولاړ شي چې په دې هرڅه کې شریک یم چې تا تراوسه څه ګټلي دي نو داکوم شرعي حکم نه دی صرف رواجي خبره ده.
ضروري یادونه:
د رزق ورکولو والا ذات الله تعالی دی ، امامت او یاهم تدریس مشغله جوړول په تا واجب نه دي ، دحلال رزق دګټلو لپاره چې کومه لاره تاته اسانه وي هغه غوره کولای شې . تجارت ، په جائز کارونو کې دانجینیري وظیفه کول یا بل کوم روا کسب کول دشریعت مخالفت نه دی دیکې شک نشته چې امامت یا ددین خدمت او د خلکو داصلاح او خیر رسولو په نیت تدریس کول ډیر ثواب او اجر لري خو په دیني اعتبارسره لوړ مقام ته رسیدلو کې بیا امتحانات هم راځي چې دهغې په ګاللو صبر ضروري دی .
في فتاوى الحانوتي فإذا كان سعيهم واحدا ولم يتميز ما حصله كل واحد منهم بعمله يكون ما جمعوه مشتركا بينهم بالسوية وإن اختلفوا في العمل والرأي كثرة وصوابا كما أفتى به في الخيرية (ټوک ۴ مخ ۲۹۸ شامي کتاب الشرکة)
درر الحکام شرح مجلة الاحکام ټوک ۳ مخ ۴۴۵کې دي
المادة ( 1398 ) – ( إذا عمل أحد في صنعته مع ابنه الذي في عياله فكافة الكسب لذلك الشخص ويعد ولده معينا , كما أنه إذا غرس أحد شجرا فأعانه ولده الذي في عياله فيكون الشجر لذلك الشخص ولا يشاركه ولده فيه )
إذا عمل أحد في صنعة هو وابنه الذي في عياله واكتسبا أموالا ولم يكن معلوما أن للابن مالا سابقا فكافة الكسب لذلك الشخص ولا يكون لولده حصة في الكسب بل يعد ولده معينا وليس له طلب أجر المثل حتى أنه لو تنازع الأب في المتاع الموجود في بيته مع أولاده الخمسة الذين يقيمون معه في ذلك البيت وادعى كل منهم أن المتاع له فالمتاع للأب ولا يكون للأولاد غير الثياب التي هم لابسوها ( التنقيح ) ما لم يثبتوا عكس ذلك ويوجد ثلاثة شروط لأجل اعتبار الولد معينا لأبيه : 1 – اتحاد الصنعة , فإذا كان الأب مزارعا والابن صانع أحذية فكسب الأب من المزارعة والابن من صنعة الحذاء , فكسب كل منهما لنفسه وليس للأب المداخلة في كسب ابنه لكونه في عياله . وقول المجلة ( مع ابنه ) إشارة لهذا الشرط . مثلا إن زيدا يسكن مع أبيه عمر و في بيت واحد ويعيش من طعام أبيه وقد كسب مالا آخر فليس لإخوانه بعد وفاة أبيه إدخال ما كسبه زيد في الشركة . كذلك لو كان اثنان يسكنان في دار وكل منهما يكسب على حدة وجمعا كسبهما في محل واحد ولم يعلم مجموعه لمن كما أنه لم يعلم التساوي أو التفاوت فيه فيقسم سوية بينهما ولو كانا مختلفين في العمل والرأي 2 – فقدان الأموال سابقا . إذا كان للأب أموال سابقة كسبها ولم يكن معلوما للابن أموال بأن ورث من مورثه أموالا معلومة فيعد الابن في عيال الأب 3 – أن يكون الابن في عيال أبيه , أما إذا كان الأب يسكن في دار والابن في دار أخرى وكسب الابن أموالا عظيمة فليس للأب المداخلة في أموال ابنه بداعي أنه ليس للابن مال في حياة أبيه . كذلك لو كان إخوة أربعة في عائلة واحدة وسعوا في تكثير وتنمية الأموال الموروثة عن أبيهم فتقسم الأقسام بينهم بالسوية ولا ينظر إلى اختلاف عملهم أو اختلاف رأيهم .