روژه او اعتکاف

د ټوپک په مرمۍ خېټې ته ولګیږي، روژه یې ماتیږي او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۹۲)

پوښتنه:

که څوک په روژه کې د ورځې د ټوپک په مرمۍ ځېټې ته ولګیږي ایا روژه یې ماتیږي؟


الجواب وبالله التوفیق:

که څوک د ټوپک په مرمۍ یا په غشي خېټې ته ولګیږي او مرمۍ له خېټې بهر ووځي، پکې پاتې نه شي، روژه یې نه ماتیږي.

او که دغه مرمۍ په خېټه کې پاتې شي، روژه یې ماتیږي. بیا به قضایي راوړي.


الدلیل علی ذلک:

، وَلَوْ طَعَنَ بِرُمْحٍ حَتَّى وَصَلَ إلَى جَوْفِهِ لَمْ يُفْطِرْهُ؛ لِأَنَّ كَوْنَ الرُّمْحِ بِيَدِ الطَّاعِنِ يَمْنَعُ وُصُولُهُ إلَى بَاطِنِهِ حُكْمًا فَإِنْ بَقِيَ الزَّجُّ فِي جَوْفِهِ فَسَدَ صَوْمُهُ؛ لِأَنَّهُ صَارَ مَغِيبًا حَقِيقَةً فَكَانَ وَاصِلًا إلَى بَاطِنِهِ،

المبسوط السرخسي: ټوک:۳، مخ:۹۸، کتاب الصوم

ولو طعن برمح فوصل الی جوفه ثم نزعه لا یفسد صومه، ولو بقي الرمح في جوفه: اختلف المشائخ، والصحیح ان لا یفسد صومه، هذا في نسخة الامام فخرالدین. وفي التجرید یفسد.

خلاصة الفتاوی: ټوک:۱، مخ:۲۵۳، کتاب الصوم الفصل الثالث.

کابل ټکی کام دارالافتاء.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close