روژه او اعتکاف

په جومات کې روژه ماتی کول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۵۹۴)

پوښتنه:

عام حالات کې خو په جومات کې خوراک کول جایز نه دي، ایا روژه ماتی هم جایز نه دی؟


الجواب وبالله التوفیق:

غوره دا ده چې د اذان او د جَمعې په منځ کې دومره وخت ورکړل شي، چې خلک روژه ماتی په کور کې وکړي او جَمعې ته راورسږیي. یا دې د جومات نه بهر په چوتره، یا دې د امام په کوټه کې روژه ماتی وکړي، ځکه چې د معتکف نه پرته نورو خلکو لپاره په جومات کې خوراک کول مکروه دي.

البته که بل ځای نه وي او د جَمعې تېریدو وېره وي، بیا په جومات کې روژه ماتی هلته جایز دی؛ چې جومات ته د ننوتو سره سم دې د نفلي اعتکاف نیت وکړي، فضول خبرې دې نه کوي او د جومات د پاکوالي لحاظ دې وساتل شي.

الدلیل علی ذلک:


واعلم: أنه كما لا يكره الأكل ونحوه في الاعتكاف الواجب فكذلك في التطوع كما في كراهية جامع الفتاوى ونصه يكره النوم والأكل في المسجد لغير المعتكف وإذا أراد ذلك ينبغي أن ينوي الاعتكاف فيدخل فيذكر الله تعالى بقدر ما نوى أو يصلي ثم يفعل ما شاء. اهـ.

ردالمحتار: ټوک:۲، مخ: ۴۴۸، کتاب الصوم، باب الاعتكاف

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close