طهارت او لمونځ

که سبا اوله روژه شي، نن به تراویح کوو او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۹۵)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! سعودي اعلان کړی چې سبا(سه شنبه په ورځ) به اوله مبارکه روژه وي، نو ایا موږ به بیګا ته تراویح کوو؟

پوښتونکی: منصور


الجواب وبالله التوفیق:

کله چې اعلان وشي چې سبا به اوله روژه وي؛ نو سر له نن څخه تراویح شروع کول سنت دي. همدا ډول کله چې اعلان وشي چې، سبا به اختر وي؛ نو سر له نن څخه تراویح پرېښودل کیږي.


الدلیل علی ذلک:

وأما الذي هو سنن الصحابة فصلاة التراويح في ليالي رمضان… أما صفتها فهي سنة كذا روى الحسن عن أبي حنيفة أنه قال: القيام في شهر رمضان سنة لا ينبغي تركها

بدائع الصنائع: ټوک:۱، مخ:۲۸۸، فصل في سنن صلاة التراويح

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close