روژه او اعتکاف

په ایران کې د ورځې کار کوو، نو روژه ونیسو او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۹۶)

پوښتنه:

یو ملګري له ایران څخه پوښتنه کړې. وایي: موږ په روژه کې د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ۵ بجو پورې کار کوو، ایا په داسې حالات کې زموږ لپاره روژه نېول څنګه دي؟ ویې نېسو، که یې ونه نیسو؟

پوښتونکی: ریحان


الجواب وبالله التوفیق:

د کومو عذرونو له کبله چې روژه نېول معاف ګرځي، هغه سفر، سخت ناروغه کیدل، زیاته لوږه یا تنده لګیدل، حامله، میاشتنۍ ناروغه یا پۍ ورکوونکې مېرمن ده.

په دې عذرونو کې مزدوري یا کار کول نه دي راغلي.

لهذا د مزدور لپاره روژه خوړل جایز نه دي. باید مزدوران په روژه کې د ورځې په ځای د شپې کار وکړي او که د شپې ورته زمینه نه وي مساعده بیا دې یوه میاشت له کاره رخصت وکړي.

خو روژه خوړل ورته جایز نه دي.


الدلیل علی ذلک:

(الباب الخامس في الأعذار التي تبيح الإفطار) . (منها السفر)(ومنها المرض) المريض إذا خاف على نفسه التلف أو ذهاب عضو يفطر بالإجماع… (ومنها حبل المرأة، وإرضاعها)(ومنها الحيض والنفاس)(ومنها العطش والجوع كذلك)(ومنها: كبر السن)

الفتاوی الهندیة: ټوک:۱، مخ:۲۰۶، کتاب الصوم، الباب الخامس.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close