غير مصنف

که مؤذن د وخت داخلېدو نه مخکې اذان وکړي او خلک روژه ماته کړي!

د فتوې شمېره(۶۰۲)

اوله پوښتنه دا ده:

که مؤذن د وخت داخلیدو نه اته یا نهه دقیقې مخکې اذان وکړي، خلک په دې اذان روژه ماته کړي، وروسته ورته معلومات وشي چې مؤذن خو اذان مخکې کړی و؛ نو په دې صورت د روژې قضایي شته او کنه؟

پوښتونکی: سعادت لغمان


الجواب وبالله التوفیق:

کله چې مؤذن د وخت داخلیدو نه مخکې اذان وکړي او خلک د ده په اذان روژه ماته د هغوی روژه فاسده شوه، بیا به قضایي راګرځوي؛ البته کفاره پرې نشته.

او که د اذان په وخت کې د خلکو دا یقین وي، چې وخت نه دی شوی، یا یې شک وي چې وخت داخل شوی او کنه؟ بیا هم دوی روژه ماته کړي؛ نو بیا پرې قضایي او کفاره دواړه لازمیږي.


الدلیل علی ذلک:

ولو تسحر على ظن أن الفجر لم يطلع فإذا هو طالع أو أفطر على ظن أن الشمس قد غربت فإذا هي لم تغرب فعليه القضاء ولا كفارة لأنه لم يفطر متعمدا بل خاطئا ألا ترى أنه لا إثم عليه.

بدائع الصنائع: ټوک:2, مخ:100, فصل حكم فساد الصوم

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close