روژه او اعتکاف

هغه دوه ویشت(۲۲) شیان چې روژه ورسره مکروه کیږي.

د فتوې شمېره(۶۰۳)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

محترم مفتي صاحب! د روژې مکروهات که راته واضحه کړئ، چې روژه په کومو، کومو شیانو سره مکروه کیږي؟

مننه


الجواب وبالله التوفیق:

الله جل جلاله د روژې مقصد دا بیان کړی چې، انسان متقي او پرهېز ګار جوړ شي، که څوک د روژې پرمهال لاندې ذکر شوي شیان ترسره کړي، که څه هم روژه یې نه ماتیږي، خو د روژې مقصد ته ضرور زیان رسیږي، چې هغه تقوی ده.

لهذا روژه په لاندې ذکر شوو دوه ویشتو(۲۲) شیانو سره مکروه ګرځي، باید هر روژه دار ترې ځان وساتي:

 

۱: دروغ ویلو سره

 

۲: په دروغو ګواهي ورکولو سره.

 

۳: په غیبت کولو سره.

 

۴: چغل خوري کولو سره( د یو نفر خبرې بل ته په نقلولو سره).

 

۵: په سودا او نورو شیانو کې دوکې ورکولو سره.

 

۶: په جګړو کولو سره.

 

۷: په دروغو قسم کولو سره.

 

۸: فحش حرکات او سکنات کولو سره.

 

۹: فحشو خبرو کولو سره.

 

۱۰: ظلم کولو سره.

 

۱۱: د چا سره کینه ساتلو سره.

 

۱۲: دښمني کولو سره.

 

۱۳: پردیو ښځو ته په کتلو یا اختلاط کولو سره.

 

۱۴: په تلویزیون یا موبایل کې غلطو شیانو کتلو سره.

 

۱۵: ښکنځلو، بدو ردو ویلو سره.

 

۱۶: یو شی د ضرورت پرته څکلو سره.

 

۱۷: خپله ښځه په شهوت سره ښکلول، مینه یا نورو شهوتي حرکاتو کولو سره. البته که په دې حرکاتو سره د انزال کولو وېره وي، نو بیا داسې حرکات کول حرام دي.

 

۱۸: د ورځې د غاښونو کریم کارولو سره.

 

۱۹: په استنجا کې دومره مبالغه کول چې، د اوبو دننه تللو شک سړي ته پیدا شي.

 

۲۰: خولې او پوزې ته په اوبو اچولو کې مبالغه کولو سره روژه مکروه ګرځي. که اوبه دننه لاړې شي، روژه ورسره ماتیږي.

 

۲۱: په خوله کې لاړې جمع کول او بیا یې تېرول مکروه دي.

 

۲۲: دومره وینه ورکول، ښکر لګول یا دومره سخت کار کول چې، انسان ورسره کمزوری کیږي.


الدلیل علی ذلک:

قوله تعالى: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة:183)

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالعَمَلَ بِهِ، فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ»

صحيح البخاري

وكره ذوق شيء، ومضغه بلا عذر كذا في الكنز… وتكره له المبالغة في الاستنجاء كذا في السراج الوهاج. وكذا المبالغة في المضمضة والاستنشاق

ويكره للصائم أن يجمع ريقه في فمه ثم يبتلعه كذا في الظهيرية

. ولا بأس بالقبلة إذا أمن على نفسه من الجماع والإنزال ويكره إن لم يأمن والمس في جميع ذلك كالقبلة كذا في التبيين.

ولا بأس بالحجامة إن أمن على نفسه الضعف أما إذا خاف فإنه يكره…

وأما القبلة الفاحشة، وهي أن يمص شفتيها فتكره على الإطلاق، والجماع فيما دون الفرج والمباشرة كالقبلة في ظاهر الرواية. قيل إن المباشرة الفاحشة تكره، وإن أمن هو الصحيح كذا في السراج الوهاج. والمباشرة الفاحشة أن يتعانقا، وهما متجردان ويمس فرجه فرجها، وهو مكروه بلا خلاف هكذا في المحيط. ولا بأس بالمعانقة إذا لم يأمن على نفسه أو كان شيخا كبيرا هكذا في السراج الوهاج.

الهندية: ټوک:۱، مخ:199, كتاب الصوم, الباب الثالث.

(أو اغتاب) من الغيبة(أو ذاق شيئا بفمه) وإن كره (لم يفطر)

الدرالمختار: ټوک:۲، مخ: 400, باب مايسفد الصوم وما لا يفسده.

اعلم ان کمال الصوم انما ننزیهه عن الافعال والاقوال الشهوية والسبعیة والشیطانیة؛ فانها نذکر النفس الاخلاق الخسیسة، وتهیجا لهیئات فاسدة، والاحتراز عما یفضي الی الفطر و یدعو الیه.

حجة الله البالغة: ټوک:۲، مخ:۱۴۱.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close