غير مصنف

په ختم کې یو ځلې بسم الله جهرا(په اوچت آواز سره) لوستل!

د فتوې شمېره(۶۰۴)

پوښتنه:

ځینې قاریان د تراویحو په ختم کې د سورة الاخلاص(قل هو الله) نه مخکې بسم الله الرحمن الرحیم جهرا وایي. دا شرعا څه حکم لري؟


الجواب وبالله التوفیق:

بسم الله الرحمن الرحیم د ټول قرآن کریم څخه یو جز دی، د هر سورت نه جز نه دی. له دې امله هر قاري باید د تراویحو په ختم کې یو ځلې بسم الله په اوچت آواز سره ووایي.

او که یې ونه وایي ختم یې کامل نه شو.

البته د قاري اختیار دی چې، د هر سورة نه وړاندې یې جهرا وایي؛ دا ضرور نه ده چې د سورة اخلاص نه وروسته وویل شي.


الدلیل علی ذلک:

(وهي آية) واحدة (من القرآن) كله (أنزلت للفصل بين السور) فما في النمل بعض آية إجماعا (وليست من الفاتحة ولا من كل سورة) في الأصح.

الدرالمختار: ټوک:۱، مخ: ۴۹۱،کتاب الصلاة، فروع قرأ بالفارسیة…

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close