طهارت او لمونځ

که څلور رکعته تراویح پاتې شي، نو لومړی وتر پکار دي او که تراویح؟

د فتوې شمېره(۶۰۵)

پوښتنه:

که له چا څخه څلور رکعته تراویح پاتې وي، په اخره کې چې امام په وترو ودریږي، نو څه کول په کار دي؟ اول تراویح وکړي او که په وترو کې د امام سره شریک شي؟


الجواب وبالله التوفیق:

له څنګه چې تراویح له وترو مخکې هم جایز دي، همداسې وروسته هم جایز دي. خو غوره دا ده چې، تراویح له وترو مخکې وشي.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې باید لومړی په وترو کې د امام سره شرکت وکړي او وروسته دې تراویح وکړي.


الدلیل علی ذلک:

وإذا فاتته ترويحة أو ترويحتان فلو اشتغل بها يفوته الوتر بالجماعة يشتغل بالوتر ثم يصلي ما فات من التراويح وبه كان يفتي الشيخ الإمام الأستاذ ظهير الدين.

الفتاوی الهندیة: ټوک:۱، مخ: ۱۱۷، فصل في التراویح

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close