روژه او اعتکاف

معتکف باید کوم اعمال په اعتکاف کې ډېر ترسره کړي؟

د فتوې شمېره(۶۰۷)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب زما پوښتنه دا ده چې، یو څوک اعتکاف ته کیني، باید کوم اعمال زیات وکړي؟


الجواب وبالله التوفیق:

د اعتکاف کوونکي موخه او مقصد دا وي چې، څنګه خدای جل جلاله ته نژدې شي؟ څنګه خپل ګناهونه په خدای جل جلاله وبخښي؟ څنګه ځان د عبادت سره عادت کړي؟ همدې موخې ته د رسیدا لپاره ځان د خپل اهل وعیال او د دنیاوي کارونو څخه فارغوي؛ نو لازمه ده چې معکتف لاندې ذکر شوي اعمال د اعتکاف پر مهال زیات ترسره کړي:

= د قرآن کریم تلاوت

=ذکر و اذکار

= دعاګانې

= نفل لمانځونه

= د تفسیر، احادیثو، سیرت النبي صلی الله علیه وسلم، د نورو انبیاوو علیهم السلام سیرت، همدا ډول د امامانو او د امت نېکانو د ژوند حالات تدریس یا مطالعه کړي.

= د دیني امورو لیکنه( لکه حدیث، فقه داسې نور)

= اصلاحي بیان کول یا اوریدل.

= له فضول خبرو ځان ساتل.

= ټول وخت په جومات کې دننه تېرول.


الدلیل علی ذلک:

ويلازم التلاوة والحديث والعلم وتدريسه وسير النبي – صلى الله عليه وسلم – والأنبياء – عليهم السلام -، وأخبار الصالحين وكتابة أمور الدين كذا في فتح القدير. ولا بأس أن يتحدث بما لا إثم فيه كذا في شرح الطحاوي.

(وأما محاسنه فظاهرة) فإن فيه تسليم المعتكف كليته إلى عبادة الله – تعالى – في طلب الزلفى وتبعيد النفس من شغل الدنيا التي هي مانعة عما يستوجب العبد من القربى، واستغراق المعتكف أوقاته في الصلاة إما حقيقة أو حكما؛

الفتاوی الهندیة: ټوک:۱، مخ:۲۱۲، کتاب الصوم، الباب السابع( واما ادابه)

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close