زکات،سرسايه اوعشر

سرسایه(صدقه فطر) د جومات په کار کې مصرفول!

د فتوې شمېره(۶۰۸)

پوښتنه:

که یو څوک خپله د جومات متولي ته ورکړي او هغه یې قبض او بیا یې هغه د جومات په کار کې مصرف کړي، څه حکم لري؟ د دلیل سره ځواب ته انتظار یم.

پوښتونکی: م سعادت


الجواب وبالله التوفیق:

د صدقه فطر(سرسایه) زکات یا د اختر د قربانۍ څرمنې مستحق نفر مالک جوړول ضروري دي. له دې امله د جومات او مدرسې په چنده یا کار کې ذکر شوې پیسې مصرفول جایز نه دي.

البته که د جومات متولي مستحق وي، هغه ته تملیکا سرسایه ورکړل شي او بیا یې هغه په خپله خوښه د جومات په کار کې مصرف کړي، جایز ده.


الدلیل علی ذلک:

ويشترط أن يكون الصرف (تمليكا) لا إباحة كما مر (لا) يصرف (إلى بناء) نحو (مسجد و) وقدمنا لأن الحيلة أن يتصدق على الفقير ثم يأمره بفعل هذه الأشياء

الدرالمختار: ټوک:۲، مخ:۳۴۴، باب مصارف الزکاة

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close