روژه او اعتکاف

یا مجاهد په خیمه کې اعتکاف کولی شي؟

د فتوې شمېره(۶۰۹)

پوښتنه:

په یو ځای کې مجاهدینو د لمانځه لپاره خیمه انتخاب کړې ده، اوس یو څو مجاهدین غواړي چې، په دې کې اعتکاف وکړي، ایا جایز ده؟


الجواب وبالله التوفیق:

د اعتکاف لپاره شرعي مسجد ضروري دي، شرعي مسجد هغه دی چې وقف شوی وي او د جَمې سره لمونځ پکې کیږي. له دې امله په خیمه کې اعتکاف ته کېناستل جواز نه لري.


الدلیل علی ذلک:

رجل له ساحة لا بناء فيها أمر قوما أن يصلون فيها بجماعة فهذا على ثلاثة أوجه:وإما أن وقت الأمر باليوم أو الشهر أو السنة. ففي هذا الوجه لا تصير الساحة مسجدا لو مات يورث عنه، كذا في الذخيرة وهكذا في فتاوى قاضي خان

الفتاوی الهندیة: ټوک:۲، مخ:455, الفصل الاول

 

والكون في المسجد والنية من مسلم عاقل طاهر من جنابة وحيض ونفاس شرطان.

الدرالمختار: ټوک: 2, مخ:442, باب الاعتكاف

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close