طهارت او لمونځ

که د لوډ سپیکر غږ بند شي نو مقتدیان به پاتې لمونځ څنګه کوي؟

د فتوې شمېره(۶۱۰)

پوښتنه:

سلام مولوي صیب یوه پوښتنه لرم:

کله چې یو مسجد دوه یا درې منزله وي او هلته جمعه یا امامت ودریږي؛ نو دغه ښکته او پورته منزلونو ته د امام غږ د لوډسپیکر په واسطه ورځي نو کله چې دوه رکعته خلاص شي او دوه پاتې شي؛ نو دلته لوډ سپیکر خراب شو هیڅ د غږ امکان یی نشته دغه نورو منزلونو ته نو هلته به هغه کسان لمونځ څنګه کوي!

پوښتونکی: محمد اقبال


الجواب وبالله التوفیق:

د اقتداء د صحت لپاره شرط دا دی چې، مقتدي ته به د امام د یو رکن څخه بل رکن د انتقالېدو علم کیږي، که څه هم هغه علم په لیدو سره وي، که د لوډسپیکر او یا بل مقتدي ته په کتو سره کیږي.

که مقتدي ته د امام د انتقالیدو علم په یوې طریقې سره هم نه کیږي، نو بیا د دغه مقتدي اقتداء نه سهي کیږي.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې د دویم منزل مقتدیانو لمونځ فاسد شو، دوی به ټول لمونځ بېرته راګرځوي.


الدلیل علی ذلک:

والصغرى ربط صلاة المؤتم بالإمام بشروط عشرة: نية المؤتم الاقتداء… وعلمه بانتقالاته وبحاله من إقامة وسفر، ومشاركته في الأركان،

(قوله وعلمه بانتقالاته) أي بسماع أو رؤية للإمام أو لبعض المقتدين رحمتي وإن لم يتحد المكان

الدرالمختار مع رد المحتار: ټو:۱، مخ: ۵۴۹ـ ۵۵۹، باب الامامة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close