طهارت او لمونځ

د صف په ښي طرف کې ودرېدل زیات ثواب لري او که په چپ طرف کې؟

د فتوې شمېره(۶۱۱)

پوښتنه:

زما پوښتنه دا ده چې، په صف کې باید سړی په کوم ځای کې ودریږي؟ یعنې په ښي طرف کې ثواب زیات دی او که په چپ طرف کې؟


الجواب بالله التوفیق:

لومړی خو دا خبره مهمه ده چې اول صف د دویم صف نه فضیلت زیات لري، دویم صف له دریم صف داسې نور.

بیا د ټولو نه زیات رحمت په هغه چا راوریږي چې، په اول صف کې په امام پسې بیخي شاته ولاړ وي او  دلته ودریدل ثواب هم زیات لري. په دویمه درجه کې د لومړي صف په ښي طرف او په دریمه درجه کې د لومړي صف په چپ طرف کې ودرېدل زیات ثواب لري.


الدلیل علی ذلک:

وَفِي الْقُنْيَةِ وَالْقِيَامُ فِي الصَّفِّ الْأَوَّلِ أَفْضَلُ مِنْ الثَّانِي، وَفِي الثَّانِي أَفْضَلُ مِنْ الثَّالِثِ هَكَذَا؛ لِأَنَّهُ رُوِيَ فِي الْأَخْبَارِ أَنَّ اللَّهَ تَعَالَى إذَا أَنْزَلَ الرَّحْمَةَ عَلَى الْجَمَاعَةِ يُنْزِلُهَا أَوَّلًا عَلَى الْإِمَامِ، ثُمَّ تَتَجَاوَزُ عَنْهُ إلَى مَنْ بِحِذَائِهِ فِي الصَّفِّ الْأَوَّلِ، ثُمَّ إلَى الْمَيَامِنِ، ثُمَّ إلَى الْمَيَاسِرِ، ثُمَّ إلَى الصَّفِّ الثَّانِي

البحر الرايق: ټوک:1, مخ:375, [وُقُوف الْمَأْمُومِينَ فِي الصَّلَاة خَلْف الْإِمَام]

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close