قران او سنت

د اختر  په ورځ مبارکي، ستړې مشي یا تر غاړې وتل شرعا څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۶۱۵)

پوښتنه:

زمونږ مسلمانان وروڼه د اختر لمانځه نه وروسته یو بل ته د اختر مبارکیانې ورکوي، ایا د اختر مبارکي یو بل ته ورکول جایز دي؟


الجواب وبالله التوفیق:

د اختر د لمانځه نه وروسته یو بل ته د اختر مبارکي ورکول یا ورته(تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكَ) ویل  د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو څخه ثابت عمل دی.

او د اختر په ورځ یا د اختر د لمانځه نه وروسته ستړې مشي یا تر غاړې وتلو کې د علماو اختلاف دی، ځینې ورته جایز او ځینې ورته بدعت وایي.

غوره خبره دا ده: که څوک په دې ورځ له ستړې مشي او تر غاړې وتلو ځان ساتلی شي، نو نه دې کوي او که څوک یې کوي سخت رد دې پرې نه کیږي.

البته په دې ورځ یا په نورو ورځو کې که څوک له سفره راستون شي او یا هم مېلمه راشي، نو بیا ورسره ستړې مشي یا غاړې وتل سنت عمل دي.


الدلیل علی ذلک:

عَنْ خَالِدِ بْنِ مَعْدَانَ قَالَ: لَقِيتُ وَاثِلَةَ بْنَ الْأَسْقَعِ فِي يَوْمِ عِيدٍ , فَقُلْتُ: تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكَ , فَقَالَ: ” نَعَمْ، تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكَ ” , قَالَ وَاثِلَةُ: “ لَقِيتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ عِيدٍ فَقُلْتُ: تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكَ , قَالَ: ” نَعَمْ , تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكَ “

سنن الكبری للبیهقي: ټوک:۳, مخ:446, بَابُ مَا رُوِيَ فِي قَوْلِ النَّاسِ يَوْمَ الْعِيدِ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ: تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكَ

(قوله لا تنكر) خبر قوله والتهنئة…. وقال المحقق ابن أمير حاج: بل الأشبه أنها جائزة مستحبة في الجملة ثم ساق آثارا بأسانيد صحيحة عن الصحابة في فعل ذلك ثم قال: والمتعامل في البلاد الشامية والمصرية عيد مبارك عليك ونحوه وقال يمكن أن يلحق بذلك في المشروعية والاستحباب لما بينهما من التلازم فإن من قبلت طاعته في زمان كان ذلك الزمان عليه مباركا على أنه قد ورد الدعاء بالبركة في أمور شتى فيؤخذ منه استحباب الدعاء بها هنا أيضا. اهـ.

ردالمحتار: ټوک: 2, مخ: 169, باب العيدىن

فتاوي فريديه:۲/ ۲۰۳ـ ۲۰۷.

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close