روژه او اعتکاف

د کوچني اختر په دویمه ورځ روژه نېول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۶۱۶)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

مفتي صاحب زما پوښتنه دا ده چې، د شوال شپږ روژې د وړوکي اختر له دویمې ورځې شروع کولی شو او کنه؟

پوښتونکی: م عزت الله


الجواب وبالله التوفیق:

په کال کې پنځه ورځې داسې دي چې، روژه نېول پکې جایز نه دي:

د کوچني اختر لومړۍ ورځ، د لوی اختر لومړۍ، دویمه، دریمه او څلورمه ورځ.

له دې پرته په نورو ورځو کې روژه نېول جایز دي.

لهذا د کوچني اختر له دویمې ورځې د شوال روژې پیلول جایز دي.


الدلیل علی ذلک:

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، أَنَّهُ «نَهَى عَنْ صَوْمِ يَوْمِ الْفِطْرِ، وَيَوْمِ الْأَضْحَى»

سنن ابن ماجه: بَابٌ فِي النَّهْيِ عَنْ صِيَامِ يَوْمِ الْفِطْرِ وَالْأَضْحَى

عَنْ نُبَيْشَةَ الْهُذَلِيِّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَيَّامُ التَّشْرِيقِ أَيَّامُ أَكْلٍ وَشُرْبٍ»

صحيح مسلم: بَابُ تَحْرِيمِ صَوْمِ أَيَّامِ التَّشْرِيقِ

والمكروه تحريما كالعيدين.

(قوله: كالعيدين) أي وأيام التشريق نهر

الدرالمختار مع رد المحتار: ټوک:۲، مخ:۳۷۵، كتاب الصوم, سبب صوم رمضان.

كال ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close