تجارت

ایا په مضاربت کې مضاربت کوونکی خپل ځانته تنخا ټاکلی شي!

د فتوې شمېره(۶۱۷)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

محترم مفتي صاحب یوه پوشتنه مي کول هغه داچي یوکس بل ته په مضاربت روپۍ ورکړې دی هغه د بلاک کارخانه ورباندي جوړه کړي په کارخانه کې د پنځو مزدورانو ضرورت دی څلورمزدوران یې نور درولي. مضارب وایي د پنځم پرځای باندې زه پخپله کارکوم اومزدوري یې ځانته اخلم ۔ نو ایا دغه مزدوري ورته صحیح ده که نه؟ والسلام دجواب په هیله.

پوښتونکی: صدیق


الجواب وبالله التوفیق:

د مضارب لپاره جایز نه دي چې، د کار له امله ځانته تنخا یا مزدوري وټاکي.

البته ځانته فیصدي زیاته ټاکلی شي؛ مثلا ۴۰ فیصده ګټه رب المال( د مال څښتن) ته او ۶۰ فیصده مضارب(کار کوونکي) ته وټاکي.


الدلیل علی ذلک:

لأنه لا أجر للشريك في العمل بالمشترك كما ذكروه في قفيز الطحان والثالثة لرب المال وللآخر أجر مثله

ردالمحتار: ټوك:4, مخ:326, فصل في الشركة الفاسدة

 (ولو) استأجره (لحمل طعام) مشترك (بينهما فلا أجر له) ؛ لأنه لا يعمل شيئا لشريكه إلا ويقع بعضه لنفسه فلا يستحق الأجر

الدرالمختار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۶۰ ، مطلب فی الاستئجار علی المعاصی

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close